کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
له سوریې ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د یاد هیواد په پلازمېنه “دمشق” د اسرائیلي اشغالګرو په هوایي برید کې د لبنان د حزب الله غورځنګ یو مهم قوماندان وژل شوی دی. د سوریې د بشري حقونو د څار لندن میشتي سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې اسرائیلي الوتکو پرون سهار وختي د پلازمینې “دمشق” په اړوند سیمه کې د لبنان د حزب الله غورځنګ یو مرکز په نښه کړی او د یادې ډلې د یو مهم قوماندان په ګډون یې ۷ تنه وژلي دي. په ورته مهال د سوریې دولتي تلویزیون هم د برید پخلی کړی؛ خو د ډېرو جزئیاتو له ورکولو یې ډډه کړې ده. د یادونې وړ ده، چې حزب الله غورځنګ هم تر دې دمه د اسرائیلو برید کې خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې او د وژل شویو کسانو د هویت په هکله څه نه دي ویلي. د یادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل نه دی، چې اسرائیلي ترهګر ريژیم پر سوریې هوایي بریدونه کوي، بلکې له ۲۰۱۱م کال راهیسې یې د یاد هیواد په بېلا بېلو ښارونو ګڼ بریدونه کړي، چې په پایله کې یې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

















