کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
د یمن وسله والو ځواکونو خبر ورکړی، چې په سره سمندرګي، عربي سمندر او عدن خلیج کې یې د بېلا بېلو عملیاتو په ترڅ کې ۳ بېړۍ ویشتلي دي. د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” پلازمینې “صنعا” کې یوې خبرې ناستې ته د خبرو پر مهال ویلي، چې پر غزې تړانګې د صهیونیستي ريژیم د روانو وحشیانه عملیاتو او پر یمن د امریکا او برېتانیا د هوایي بریدونو په غچ کې یې ځواکونو په عربي سمندر کې د “Maersk Sentosa” په نامه یوه امریکایي بېړۍ د بالستیک توغندیو په وسیله ویشتلې ده. نوموړي دغه راز ادعا کړې، چې سره سمندرګي کې یې د “Marthopolis” په نامه یوه برېتانوي بېړۍ د بې پیلوټه الوتکو په وسیله په نښه او له منځه وړې ده. جنرال یحیی سریع دغه راز ویلي، چې په عدن خلیج کې یې د “MSC Patnaree” په نامه د یو اسرائیلي شرکت اړوند بېړۍ هم هدف ګرځولې، چې په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده. نوموړي یوځل بیا خبرداری ورکړی، چې د فلسطیني ولس سره د ملاتړ په موخه به د امریکا، برېتانیا او اسرائیلو پر وړاندې خپلو ځپونکو عملیاتو ته دوام ورکوي.