کابل ټکی کام ۰۹کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
له ارګه په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي دي، چې افغان ولسمشر غني د کونړ ولایت سرتېری برید په سختو ټکو د غندلو تر څنګ ویلي دي، چې له هغو سره به سوله ونکړي، څوک چې عام وژنه کوي.
په خبر پاڼه کې د عامو خلکو وینه تویول، یو ستر جنایت بلل شوی دی، او ویل شوي دي، چې دا نه په کوم دین کې شته، نه په کوم قانون کې ځای لري.
تېره ورځ (سه شنبه) د کونړ ولایت مرکز (اسعد اباد) کې سرتېري برید۱۴ کسان ووژل، او شاوخوا ۴۰ کسان نور ټپیان شول.
د برید پړه کومې مخالفې وسله والې ډلې په غاړه نه ده اخیستې.
په افغانستان کې د ملکيانو د وژل کېدو پېښې د پخوا څخه څلوېښت فیصده زیاتې شوې دي، او دا پېښې د دواړو لوریو څخه ترسره کیږي، خو مدني فعالانو د میدان وردګو او بغلان پېښو کې دولتي ځواکونه ککړ وبلل، او اکثر افغان وګړي پدې اند دي، چې طالبان افغان وژنه نه کوي، بلکې په داسې پېښو کې د هغه وسله والو ډلو لاس دی چې د دولت لخوا حمایه کیږي، او خپل سرې وژنې کوي.
تېره میاشت د میدان وردګو د سیداباد ولسوالۍ د اوتړیو د کلي د جومات پېښه چې د ملي اردو په یوه توپ باندې لګېدلی و، پټه پاتې شوه.
















