ولسمشراردوغان: نړیواله ټولنه د اوکراین او فلسطین قضیو کې توپیري چلند کوي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۲ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
د تورکیې ولسمشر “رجب طیب اردوغان” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ادارې د ټولې سیمې امنیت له خطر سره مخامخ کړی دی.ولسمشر اردوغان د امريکا په پلازمېنه واشنګټن کې د ناټو له سرمشريزې وروسته په خپله وينا کې يو ځل بيا د فلسطينيانو پر وړاندې د اسرائيلو تیری په کلکو ټکو غندلی او په خبره یې نړیواله ټولنه د اوکراین او فلسطین په قضیو کې توپیري چلندي کوي. ولسمشر اردوغان وویل، «د اسرائیلو د ادارې لپاره دا ممکنه نه ده چې له ناټو سره خپله ملګرتیا او اړېکې وساتي» ولسمشر اردغان زیاته کړې«تورکیه به تر هغو په ناټو کې د اسرائیلو د همکارۍ هڅې ونه مني تر څو چې په فلسطیني سیمو کې هراړخیزه او پایداره سوله رامنځ ته شوې نه وي.» د یادونې وړ ده، چې ولسمشر اردغان یوځل بیا د اسرائیلي اشغالګرو پر وړاندې د فلسطیني ولس د مبارزې څخه دفاع کړې ده.



