کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱ زمری، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د امریکا ولسمشر “جوبایډن”د ولسمشرۍ را روانو ټاکنو کې له خپلې نوماندۍ تېر شوی دی. ولسمشر بایډن له خپلې “ایکس” پاڼې څخه د یوې رسمي اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې،د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو له انتخاباتي بهیر څخه نور وځي او د خپلې دغه پریکړې په اړه به له امریکایي ولس سره وروسته خبرې هم وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د امریکا د دیموکرات ګوند استازو په ولسمشر بایډن فشارونه زیات کړي و، چې له خپلې نوماندۍ لاس واخلي. د یادونې وړ ده، چې په ولسمشریزو ټاکنو کې به د بایډن مرستیاله د جمهوریت غوښتونکي ګوند له کاند “ډونالډ ټرمپ” سره مقابله کوي.


















