انصار الله: زموږ د خلکو وينه د غزې د مظلوم ملت تر وينو قيمتي نه ده

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲ زمری، ۱۴۰۳ل)

د یمني حوثیانو د نظامي څانګې “انصارالله” یو لوړ پوړي غړي ویلي، چې زموږ د خلکو وينه د غزې د مظلوم ملت تر وينو قيمتي نه ده. “عبدالسلام جحاف” چې د انصارالله غورځنګ د رسنیو د څانګې غړی ده المیادین خبري آژانس سره یې په خبرو کې ویلي، چې غزه او یمن دواړه بمباریږي او دا زموږ لپاره یو افتخار ده زموږ د خلکو وینه د غزې د مظلوم ملت تر وینو قیمتي نه ده او موږ به په هر حالت کې د فلسطیني ولس ملاتړ ته دوام ورکوو. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام منلی، چې د اسرائیلي ريژیم په هوایي بریدونو کې یې ۱۷ هیوادوال شهیدان او ۸۸ نور ټپیان شوي دي. د یادونې وړ ده، چې د انصارالله دغه لوړ پوړي غړي خبرداری ورکړی، چې جګړه پای ته نه ده رسیدلی، بلکې اوس پیل شوې ده او موږ به له صهیونیستي دوښمن غچ اخلو.

مربوطه مطالب

Back to top button