کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲ زمری، ۱۴۰۳ل)
په داسې حال کې، چې پر اسرائیلو د یمن او پر یمن د اسرائیلو تر ځوابي بریدونو وروسته سیمه کې حالات لا پسې ترینګلي شوي د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند جنرال “یحیی سریع” ویلي، چې صهيونیستي دښمن سره يوې سترې جګړې ته بشپړ چمتوالی لري. نوموړي چې پلازمینې “صنعاء” کې یې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل: ځواکونه یې له صهیونیستي وحشي دوښمن سره یوې سترې جګړې ته بشپړ چمتوالی لري او د تل أبیب په ګډون د اشغال شوي فلسطین ټول ښارونه یې مشروع اهداف دي. د یادونې وړ ده، چې د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یوځل بیا ټینګار کړی، چې د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې د غزې د مظلوم ولس د ملاتړ په موخه به خپلو پیل شویو عملیاتو ته دوام ورکوي.