کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳ زمری، ۱۴۰۳ل)
د حماس د سیاسي دفتر مشر “اسماعیل هنیه” د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر “مولوي امیر خان متقي” سره په تلیفوني خبرو کې د فلسطين قضيه کې د اسلامي امارت دريځ ستايلی دی. په دې تلیفوني خبرو کې مولوي امیر خان متقي د حماس اسلامي غورځنګ د مبارزې او سرښندنو ستاینه کړې او په بیجینګ کې یې د فلسطیني ډلو ترمنځ د خبرو اترو او اتفاق هرکلی کړی او د اسلامي امارت او افغان ملت لخوا یې د فلسطیني ملت د مقاومت او برحقې داعیې څخه پر ملاتړ ټینګار کړی دی. د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې په دې تلیفوني اړیکه کې اسماعیل هنیه د فلسطین په تړاو او په غزه کې د وروستیو پېښو په اړه د افغانستان موقف ستایلی او له صهیونیستي اشغالګر رژیم سره یې د وروستیو مذاکراتو په اړه معلومات شریک کړي دي.


















