کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳ زمری، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې وړمه ورځ د چین په پلازمېنه بیجینګ کې د حماس او فتح په ګډون ۱۴ فلسطیني ډلو د ملي یو والي حکومت په جوړولو هوکړه کړې ده.
د چین د بهرنیو چارو وزیر “وانګ یي” رسنیو ته ویلي، چې ټولو فلسطیني ډلې د یو متحد حکومت په جوړولو هوکړې ته رسیدلي دي.
د یادونې وړ ده، چې بیجینګ له تېرو څلورو ورځو راهیسې د بېلا بېلو فلسطیني ډلو د خبرو اترو کوربه و. د یادونې وړ ده، چې په بیجینګ کې د فلسطیني ډلو ناسته داسې مهال ترسره کېږي، چې د اسرائیلو لومړی وزیر نتنیاهو امریکا ته تللی ده او تمه کېږي، چې د ولسمشر بایډن په ګډون به له لوړ پوړو امریکایي چارواکو سره وګوري.


















