کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۵ زمری، ۱۴۰۳ل)
د حماس غورځنګ لوړ پوړي غړي “اسامه حمدان” د لبنان پلازمېنه بېروت کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال ویلي، چې اسرائیلي اشغالګر د سولې خبرو کې ریښتیني نه دي او په خبره یې که خبرې پایلې ته ونه رسیږي جګړې ته دوام ورکوو. د نوموړي په خبره صهیونیستي اشغالګر د سولې په خبرو کې خنډونه اچوي، موږ له جګړې ستړي نه یو او د ځواکونو مرال مو تر پخوا څو چنده غښتلی دی. اسامه حمدان ټینګار کړی، چې د غزې په جګړه کې د صهیونیستي ريژیم لخوا اعلان شوي اهداف به هېڅکله تر لاسه نه شي.


















