کابل ټکی کام (جمعه، ۵ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
د یمني حوثیانو بنسټګر مشر “عبدالمالک حوثي” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د عراق له اسلامي مقاومت سره د ګډو عملیاتو بهیر به راتلونکی کې د مهم پرمختګ شاهد وي. نوموړي، چې “المیسره” تلویزیوني شبکې سره یې خبرې کولې وویل: په یمن د اسرائیلو د وروستیو بریدونو غچ به اخلي او دغه بریدونه به له فلسطیني ولس د دوی د ملاتړ هوډ ټکنی نه کړي. نوموړي دغه راز ویلي، چې په سیمه کې له ټولو صهیونیستي ضد مقاومتي ډلو سره پوره همغږي لري او په راتلونکی کې به یې د عملیاتو ساحه نوره هم پراخه شي. عبدالمالک حوثي خبرداری ورکړی، چې د صهیونیستي ريژیم د پلازمېنې تل أبیب په ګډون یې هر هغه څه مشروع اهداف دي، چې په اسرائیلو پورې اړه لري. نوموړي دغه راز خبرداری ورکړی، چې تل أبیب اوس یوه نا امنه سیمه ده او د یمن وسله وال ځواکونه چمتو دي، چې صهیونیستي اهداف په نښه کړي. د یادونې وړ ده، چې عبدالمالک حوثي داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې تېره اوونۍ اسرائیلو د یمن “حدیده” بندر او ځینې پوځي اهدافو باندې بریدونه وکړل، چې په پایله کې یې ۱۷ تنه شهیدان او ۸۸ نور ټپیان شول.


















