کابل ټکی کام (شنبه، ۶ زمری، ۱۴۰۳ل)
د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر مشر “اسماعیل هنیه” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د خپلو حقونو ترلاسه کولو پورې به مبارزې ته دوام ورکوو. هنیه د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې که صهیونیستي اشغالګر فکر کوي، چې د زور له لارې به موږ د خپلو غوښتنو منلو ته اړ باسي، نو تیر وتلي دي. اسماعیل هنیه وایي: صهیونیستي یرغل له پوځي پلوه ناکام، له سیاسي پلوه سقوط او له اخلاقي پلوه هم بدنام دی، نو که نړۍ کې عدالت موجود وي باید پر وړاندې یې اقدام وکړي. هنیه یوځل بیا اسلامي امت او د نړۍ پر نورو آزادي غوښتونکو ملتونو غږ کړی، چې د دغه وحشي دوښمن خلاف دې را پورته شي، چې هره ورځ بې ګناه ملکي وګړي شهیدانوي. د یادونې وړ ده، چې د حماس د سیاسي دفتر مشر “اسماعیل هنیه” یوځل بیا ټینګار کړی، چې موږ به هیڅکله تسلیم نه شو، د صهیونیستي ترهګر ريژیم پر خلاف به تر هغو مبارزه کوو څو مو چې خپل حقوق نه وي تر لاسه کړي.


















