کابل ټکی کام (شنبه، ۶ زمری، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د یمن د “الحدیده” ولایت اړوند په “کمران” ټاپو د امریکا او برېتانیا هوایي بریدونو ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د یمن د ولتي تلویزیون خبر ورکړی، چې د اشغالګرو په هوایي بریدونو کې د یمني ځواکونو ۴ اهداف په نښه شوي، چې په پایله کې یې د یمن د وسله والو ځواکونو ۵ سرتېري شهیدان او ۱۷ نور ټپیان شوي دي. د یمن دولتي تلویزیون د وژل شویو سرتېرو نومونه او انځورونه خپاره کړي او یاد سرتېري یې د اقصی شهیدان بللي دي. د یادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل نه دی، چې امریکایي او برېتانوي اشغالګر پر یمن بریدونه کوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم ورته ګڼ بریدونه ترسره کړي، چې په پایله کې یې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


















