کابل ټکی کام (سه شنبه، ۹ زمری، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د سوریې په پلازمېنه “دمشق” د اسرائیلي اشغالګرو په هوایي برید کې ۶ سوریایي پوځیان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي. په ورته مهال صهیونیستي پوځ ادعا کړې، چې د سوریې د پوځ د قوماندې مرکزونه او زیربناوې یې په نښه کړې دي.
د سوریې رسمي خبري اژانس د یوې پوځي سرچینې په حواله ویلي چې برید وړمه ورځ سهار وختي د دمشق په څنډه کې پر یو شمېر پوځي پوستو او د ښار دننه د استوګنې پر یوې ودانۍ ترسره شوی دی. د سوریې وسله والو ځواکونو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د هوایي دفاع سیستم یې د اسرائیلي اشغالګرو ګڼ شمېر توغندي شنډ کړي دي. د یادونې وړ ده، چې د غزې د جګړې له پیل راهیسې پر سوریې باندې د اسرائیلو هوايي بریدونو زور اخیستی او نږدې هره ورځ صهیونیستي اشغالګر په سوریې بریدونه کوي.