د طبيعي پېښو قربانیانو سره د اندونيزيا هيواد مرسته افغان سرې مياشتې ته وسپارل شوه

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۸ زمری، ۱۴۰۳ل)

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، چې، د هرات زلزله ځپلو او د وروستيو طبیعي پېښو له امله د زیانمن شویو هیوادوالو د لاسنیوي په موخه د اندونیزیا له لوري، د نړیوال فدراسیون په همکارۍ ۵۰ ټنه مرسته کابل هوایي ډګر کې افغاني سرې میاشتې ټولنې ته وسپارل شوه.
په یاده مرسته کې نهه قلمه غیرې خوراکي توکي شامل دي، چې په نږدې راتلونکي کې به د طبیعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو باندې ووېشل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button