کابل ټکی کام (جمعه، ۱۲ زمری، ۱۴۰۳ل)
د لبنان د جزبالله غورځنګ مشر “حسن نصرالله” خبرداری ورکړی، چې له اسرائیلو سره د پیړۍ تر ټولو خطرناکه جګړه حتمي ده. نوموړي، چې بیروت کې یې د دې ډلې د وژل شوي قوماندان ‘فواد شکر’ په جنازه کې راټولو شویو خلکو ته په تلویزیوني وینا کې خبرې کولې وویل: چې دښمن باید ځواب ته انتظار وباسي، ځکه د نوموړي په وینا له “سرو کرښو” تېر شوی دی. د شکر وژنې دا وېره ډېره کړې چې د حزب الله او اسرائیلو ترمنځ نسبتاً محدوده شخړه کېدای شي پر یوه ستره جګړه واوړي چې لمن یې ټول منځنی ختیځ په ځان کې رانغاړلی شي. که جګړه پېښېږي نو ښايي د یمني ځواکونه او په عراق کې ځینې ډلې ورښکېلې شي. ایران هم ګواښ کړی چې چارشنبه په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر “اسماعیل هنیه” د شهادت غچ به اخلي.


















