کابل ټکی کام (جمعه، ۱۲ زمری، ۱۴۰۳ل)
د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر لوړ پوړي غړي “خلیل الحیا” ویلي، چې اسماعيل هنيه د ايران د رسمي مېلمه په توګه تهران ته تللی و په کوم پټ ځای کې نه و، چې شهادت دې پوځي بریا او یا هم استخباراتي لاسته راوړنه وبلل شي. د نوموړي په خبره اسماعیل هنیه خپل ژوند خپل دین او وطن ته وقف کړی و، هغه په استثنایي شرایطو کې شهيد شو او او تاریخ کې به یې یاد په زرینو کرښو ولیکل شي. نوموړي دغه راز خبرداری ورکړی، چې ځواکونه به یې اجازه ورنکړي ،چې د اسماعیل هنیه شهادت کې ښکیل کسان بې سزا پاتې شي.خلیل الحیا دغه راز ویلي،.چې غورځنګ یې یوه روښانه تګلاره تعقیبوي او د مشرانو په شهادتونو به یې لارویان هېڅکله منحرف نه شي حماس یو بنسټیز او فکري حرکت دی.


















