کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۸ زمری، ۱۴۰۳ل)
د شهید اسماعیل هنیه په ځای د حماس غورځنګ لخوا غزه کې د خپل پیاوړي قوماندان یحیی سنوار ټاکنه په سیمه ییزه او نړیواله کچه له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې ده، په دې لړ کې د یمني حوثیانو بنسټګر او روحاني مشر “عبدالمالک حوثي” ویلي، چې سیاسي دفتر د مشر په توګه د یحیی سنوار ټاکل د حماس غورځنګ د قوت او یووالي ثبوت دی. د نوموړي په خبره د سنوار تر ټاکل کېدو وروسته به اشغالګر صهیونیستي ريژیم له مرګونو ګذارونو سره مخ شي. دغه راز د عراق اسلامي مقاومت سازمان “حشدالشعبي” د یوې اعلامیې په خپرولو سره فلسطیني ولس او مقاومتي ډلو ته د یحیی سنوار په ټاکل کېدو مبارکي ویلی او هیله یې څرګنده کړې، چې د نوموړي ټاکنه به د صهیونیستي ريژیم پر وړاندې مقاومت ګړندی کړي. د غه راز د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله او د ایران د انقلابي ځواکونو سپاه پاسداران لخوا هم د یحیی سنوار په ټاکل کېدو خوښي څرګنده کړې او له نوموړي سره یې د نږدې کار کولو او اړېکو په درلودلو ټینګار کړی دی. دا په داسې حال کې ده، چې د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس وړمه ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د ګوندي ټاکنو په پایله کې یحیی سنوار د شهید اسماعیل هنیه په ځای د یاد ګوند نوی مشر ټاکل شوی دی. د یادونې وړ ده، چې د حماس اسلامي غورځنګ ویاند “جهاد طه” ویلي، چې مشري ته دوه کسان کاندید و؛ خو یحیی سنوار له اسماعیل درویش ډیرې رایې ګټلي او د دغه ګوند نوی مشر ټاکل شوی دی.