سپاه پاسداران: امریکا که له اوربند سرغړونه وکړي درنه بیه به پرې کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک “سپاه پاسداران” خبرداری ورکړی، چې که امریکا له اوربند څخه سرغړونه وکړي او یا هم د شویو توافقاتو خلاف اقدام ترسره کړي، نو له سخت او پریکنده غبرګون سره به مخ شي.
سپاه پاسداران په یوه بیان کې ویلي، د ایران وسله وال ځواکونه د هر ډول احتمالي ګواښ او سرغړونې پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري او د هېواد د امنیت او ملي ګټو د دفاع لپاره به لازم اقدامات ترسره کړي.
په بیان کې ټینګار شوی، چې د اوربند دوام د ټولو لورو د ژمنو په عملي کولو پورې تړاو لري او هر هغه اقدام چې د سیمې ثبات له خطر سره مخ کړي، مناسب ځواب به ورکړل شي.
د سپاه پاسداران په وینا، امریکا باید د هر ډول احتمالي سرغړونې پایلو ته پام وکړي، ځکه د هرې تېروتنې درنه بیه به پرې کړي.



