افغان پلاوي په بروکسل کې د افغانانو د کونسلي خدمتونو او پناه غوښتونکو پر ستونزو خبرې کړي 

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د بهرنیو چارو وزارت وایي، د وزارت د ویاند او د څلورم سیاسي (اروپا) ریاست د عمومي رییس عبدالقهار بلخي په مشرۍ پلاوي بروکسل ته خپل سفر او له اروپايي لوري سره د خبرو اترو لړۍ بشپړه کړې ده.

د وزارت په وینا، پلاوي د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو له استازو سره په دوه اړخیزو او څو اړخیزو ناستو کې افغانانو ته د کونسلي خدمتونو د بیا پیل، د باور جوړونې، اغېزناک حضور او د هغو افغانانو د ستونزو د حل پر لارو چارو خبرې کړې چې په اروپا کې یې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه نه دي منل شوي.

د بهرنیو چارو وزارت هیله څرګنده کړې چې دغه سفر به د مثبت تعامل لپاره نوې لارې پرانیزي او د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ به د دواړو لورو ترمنځ د همکاریو فضا نوره هم پراخه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button