کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۸ زمری، ۱۴۰۳ل)
د حماس اسلامي غورځنګ نوي ټاکل شوي مشر او په غزه کې د یادې ډلې لوړ پوړي پوځي قوماندان یحیی سنوار ته په یوه منسوب غږیز پیغام کې نوموړي ویلي، چې د اسرائیلو سره به داسې جګړه وکړو، چې نتنیاهو به د خپل زیږون په ورځ لعنت ووایي. یاد پیغام چې د مقاومت اړوند “الاَقصی” تلویزیوني شبکې، المنار او المیادین خبري آژانس خپور کړی، سنوار پکې غزه او رفح کې د مقاومتي ډلو په بریالیتوبونو او د صهیونیستي ريژیم په ماتې هم خبرې کړې دي. نوموړي ډاډ څرګند کړی، چې د اسرائیلو په خلاف د مقاومت د ځواکونو روحیه لوړه ده او په پوره همغږۍ سره د اشغالګرو خلاف جګړه کوي. نوموړي خبرداری ورکړی، چې د شهید اسماعیل هنیه په ګډون به د هر هغه شهید د وینو بدله اخلي، چې د صهیونیستي اشغالګرو لخوا په شهادت رسیدلي دي. د یادونې وړ ده، چې یحیی سنوار ته دغه منسوب پیغام وروسته له هغه خپریږي، چې نوموړی د حماس غورځنګ لخوا د شهید اسماعیل هنیه ځای ناستی وټاکل شو.