کابل ټکی کام (شنبه، ۲۰ زمری، ۱۴۰۳ل)
د افغانستان د اسلامي امارت مرکزي ویاند “ذبیح الله مجاهد” د ځینو غربي هیوادونو او بنسټونو لخوا افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې د موجودیت په تړاو ادعاوو ته په غبرګون کې ویلي: افغانستان کې د داعش د موجودیت په هکله د لوديځو هیوادونو او نهادونو اندېښنې بې ځایه دي. نوموړي په خپله “ایکس” پاڼه لیکلي:په افغانستان کې د داعیش د پراخ موجودیت او په تهدید بدلیدو په اړه د غربي هېوادونو او نهادونو اندیښنې بې ځایه او پروپاګند آمیزه دي.د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو په افغانستان کې د داعشي پدیدې په وړاندې جدي مبارزه کړی او هغوی یې سخت ځپلي دي.همدا راز د افغانستان ټوله جغرافیه د اسلامي امارت تر کلک تسلط لاندې ده چې هیڅ خپل سری کورني او بهرنۍ ډلې د فعالیت مجال نه لري.
په افغانستان د موجود امنیت، ثبات او د قوي امنیتي ځواکونو په موجودیت کې بیا هم د داعش او یا نورو ډلو د شتون او فعالیت په اړه تشویشونه ښکاره کول.د هغو ډلو لپاره کمپاین دی چې باید ودرول شي او د عامه اذهانو د تخریب او مغشوشتیا هڅه ونشي.
اسلامي امارت چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد د امنیت په ضد وکاروي او یا چاته له افغانستان څخه تهدید پیښ شي.