عمان: هرمز تنګي کې د کښتیو تګ راتګ لپاره لنډمهالی سمندري دهلېز فعال شوی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د عمان سلطنت د هرمز تنګي په اړه په یوه مهم بیان کې ویلي، چې د دغه تنګي د نړیوال اقتصادي اهمیت او د نړیوالو قوانینو او د سمندرونو د قانون پر بنسټ د بېړیو تګ راتګ د خوندي ساتلو لپاره یې ګامونه پورته کړي دي.
د عمان حکومت ویلي، د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ پر وړاندې به هېڅ ډول د تېرېدو فیس نه اخیستل کېږي او دا اقدامات د امریکا او ایران ترمنځ د ترسره شویو هڅو او تفاهماتو له پایلو سره همغږي لري.
د بیان له مخې، عمان د نړیوال سمندري سازمان په همغږۍ د ټولو کښتیو لپاره د لنډمهالي سمندري دهلېز د کارولو زمینه برابره کړې ده. یاد دهلېز به د هغو جغرافیایي مختصاتو له مخې وکارول شي چې د نړیوال سمندري سازمان او د عمان اړوندو ادارو له لوري اعلان شوي دي.
همداراز ویل شوي چې هغه کښتۍ چې غواړي له دې دهلېز څخه استفاده وکړي، باید له نړیوال سمندري سازمان سره همغږي وکړي.



