ولسمشر ټرمپ: ایران د اټومي وسلو نه لرلو سره موافقه کړې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د امریکا ولسمشر “ډونالډ ټرمپ” ویلي، ایران موافقه کړې چې اټومي وسلې به نه لري او د خپل اټومي پروګرام په اړه به نړیوالو هوکړو ته ژمن پاتې کېږي.
ټرمپ زیاته کړې، چې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې پلټونکي به په مناسب وخت کې ایران ته داخل شي او د دغه هېواد له اټومي تاسیساتو به څارنه وکړي.
نوموړي د دې څرګندونو پر مهال ویلي، چې د ایران د اټومي فعالیتونو په اړه شفافیت او نړیواله څارنه د هر ډول احتمالي هوکړې مهمه برخه ګڼل کېږي.
د یادونې وړ ده چې تر اوسه ایراني چارواکو د ټرمپ د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.



