کابل ټکی کام (شنبه، ۲۰ زمری، ۱۴۰۳ل)
غزه کې د بېځايه شويو پر يوه ښوونځي د صهيونيستی اشغالګرو د هوايي بريد له امله څه باندې ۱۰۰ کسان شهيدان شوي دي.د حماس د رسنيو دفتر په يوې خبرپاڼه کې ويلي: بريد هغه مهال شوی، چې ياد ښوونځي کې خلک د سهار لمانځه پر ادا کولو بوخت وو.د غزې په ډېرو ښوونځيو کې هغه کسان مېشت دي ،چې له خپلو مېنو د جګړې له امله بېځايه شوې دي. په خبرپاڼه کې ويل شوي ،چې لاهم جسدونه تر خاورو او ويجاړو شويو ودانيو لاندې پاتې دي او د را اېستلو هڅې يې روانې دي.حماس دغه بريد يو وحشتناک جنايت بللی دی.د مصر د بهرنيو چارو وزارت دغه بريد په کلکو ټکو غندلي او زياته کړې يې ده ،چې غزه کې د ملکيانو وژنو ته په کتو اسرائيل نهغواړي،چې جګړه پاي ته ورسېږي.مصر، امريکا او قطر د تېرې پنجشنبه په ورځ د اوربند د خبرو نوی پړاو ټاکلي. په داسې حال کې چې ايران او د هغه متحد د لبنان حزب الله په ګډون، د پراخې شخړې وېره پر زياتېدو ده.


















