کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۲ زمری، ۱۴۰۳ل)
په داسې حال کې، چې د حزب الله او اسرائیلو ترمنځ کړکیچ مخ پر پراخېدو ده اسرائیلو رسنیو خبر ورکړی، چې د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله ځواکونو په یو بیساري برید کې د اسرائیلو ۹ ښارونه په نښه کړي دي. د اسرائیلو “هیوم” خبري ویب پاڼې خبر ورکړی، چې حزب الله ځواکونو د توغندیو په یو بې ساري برید کې د اسرائیلو په لویدیځ “الجلیل” سیمه کې ۹ ښارونه په نښه کړي دي. د لبنان د اسلامي مقاومتي غورځنګ حزب الله اړوند “المنار” تلویزیوني شبکې خبر ورکړی، چې بریدونه یې بریالي و او د صهیونیستي اشغالګرو ګڼ اهداف یې په نښه او له منځه وړي دي. یادې شبکې ادعا کړې، چې دغه بریدونه یې د حماس اسلامي غورځنګ د شهید شوي مشر اسماعیل هنیه او شهید فواد شکر د وژنې په غچ کې ترسره کړي دي.