یکشنبه, اپریل 26, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د ایران او روسیې نږدې کېدل او پر افغانستان یې اغېزې

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
سپتمبر 2, 2024
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
26
ځلې شریک شوی
324
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ليکنه: حميدالله بسيا

په تېرو څو کلونو کې، د ایران او روسیې اړیکې په بېلابېلو برخو کې تر پخوا ډېرې نږدې شوي دي. دا نږدې والی په سیاسي، اقتصادي، او امنیتي برخو کې د ګډو ګټو پر اساس ولاړ دی. ایران او روسیه، چې په تاریخي ډول یې د افغانستان په سیاست او امنیت کې مهم رول لرلی، د خپلو اړیکو د پیاوړتیا له لارې په سیمه کې خپل نفوذ زیاتوي. د دې دواړو هېوادونو نږدې کېدل د افغانستان لپاره مهمې پایلې لري، چې په دې مقاله کې به د دې اغېزو مختلف اړخونه وڅېړو.
د ایران او روسیې اړیکې اوږده تاریخي مخینه لري. دواړه هېوادونه په منځني ختیځ او مرکزي اسیا کې د نفوذ پراخولو لپاره تل هڅې کړي دي او کوي یې. که څه هم په ځینو پخوانیو دورو کې د دواړو تر منځ ځينې سیاسي اختلافات او کشمکشونه ول، خو په وروستیو لسیزو کې یې له یو بل سره د خپلو ملي او منطقوي ګټو پر بنسټ خپلې اړیکې پیاوړې کړي دي.
د ۲۰۱۵ کال په شاوخوا کې، ایران او روسیه د سوریې په جګړه کې د بشار الاسد د حکومت د ملاتړ په ترڅ کې یو بل ته لا نږدې شول. دا شراکت د دې دواړو هېوادونو ترمنځ د باور او همکارۍ د یو نوی دور پیل وو.
همدارنګه د بريکس په نړيوال سازمان کې د ايران ورګډېدلو کې د روسيې او چين خورا ډېر لاس وو او نور غړي هېوادونه یې دې ته تشويق او وهڅول چې ايران دې د يوه دايمي غړي په توګه ومني او نه يوازې د يوه غړي په توګه بلکې په ټولو کوچنيو او سترو پرېکړو اوغونډو کې دې فعاله ګډون ورکړای شي چې هماغسې وشول او ايران د بريکس سازمان غړی شو، چې په همدې لړ کې یې تېره اوونۍ (د اګست په اوويشتمه او اته ويشتمه) د بریکس د ښارواليو نړيوال فورم (IMBRICS) شپږمه نړيواله ناسته کې هم ګډون وکړ چې د ۵ زره کسانو او د ۸۱ هېوادونو د استازو په شتون کې جوړ شوی وو. د بريکس سازمان د ښارواليو او ښاري پراختيا ناسته ددې سازمان يو مهم ښاخ دی. دا ناسته ددې لپاره هم مهمه ده چې د بریکس هېوادونو ښارونه او محلي ادارې وکولای شي په ګډه د خپلو سیمو د پرمختګ، ښاري مدیریت، او د پایداره پرمختګ اهدافو ته د رسیدو لپاره کار وکړي. ددې سازمان په دننه کې د هېوادونو د ښاروالیو او محلي حکومتونو ترمنځ د همکارۍ، تجربو شریکولو، او د سیمیزو ستونزو حل لپاره ګډ کار کول یې د اجنډا او کړنلارې برخه ده.
دواړه هېوادونه په خپلو اړيکو کې اوسمهال دومره ژور تللي او نږدې شوي ي چې د اوسنۍ غونډې په څنډه کې د تهران د اسلامي شورا د مشر مهدي چمران لخوا د تهران او ماسکو ښارونو تر منځ د خورګلوۍ تړون له روسي لوري سره لاسليک شو، چې دواړو ښارونو مسوولين به د ښارونو د پاکوالي، ښاري نظم، کولتوري او نورو برخو کې د ښارونو په برخه کې خپلې تجربې شريکوي او يو له بل سره اړينې مرستې کوي او د يو بل په ښارونو کې به د يو بل هېواد د کولتورونو او تاريخ په اړه خلکو ته معلومات وړاندې شي او د بريکس هېوادونو خلکو به د کولتورونو، اړيکو او فرهنګونو په برخه کې سره نږدې کړي.
دا ناسته د سیمه ایزو او ښاروالیو حکومتونو د استازو او د BRICS هیوادونو د علمي ټولنو د استازو ترمنځ د تجربو او نظرونو د تبادلې لپاره هم یو مهم پلیټ فارم وو، او همدارنګه په روسیه او نورو غړو هیوادونو کې د متشبثینو سره د اغیزمنو سوداګریزو اړیکو د جوړولو لپاره هم يوه مهم ناسته ده.
د فورم په يوه برخه کې ( د عصري ښارونو د پراختیا لپاره نړيواله اکاډميکه همکاري) تر عنوان لاندې ګردی مېز ترسره شو، چې د لویو ښارونو په پراختیا کې د علمي او تحصليي مرکزونو اغېزې او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د لوړو زده کړو د استادانو ترمنځ مشترکو ستونزو ته وقف شوی وو. په دې غونډه کې د روسیې او بهرنیو هېوادونو اکادمیک مرکزونو مهمو استازو ګډون درلود. د روسيې د نړیوالو اکاډمیکو همکاریو د مرکز رییس الکساندر ګورباتوف، د ګانا د پلازمینې اکرا ښاروال سمویل جیمز نی ادجي تاویا، د RGUTIS تعلیمي موسسې رییس امبارتسم ګالستوف، د شمالي قطب د فدرالي پوهنتون رييس او د اصفهان پوهنتون استاد او د ايران د ولسمشر سلاکار اردلان نصرتي هم ناستې ته ويناوې وکړې او د اصفهان او پيترزبورګ ښارونو د ډيپلوماسي او مشترکاتو په اړه يې اوږدې خبرې وکړې.
سیاسي، اقتصادي او امنيتي اړيکې:
ایران او روسیه په اوسمهال کې هڅه کوي چې په افغانستان کې د یو باثباته حکومت د رامنځته کولو لپاره خپل نفوذ زیات کړي ځکه يو بې ثباته افغانستان د دواړو لپاره په ضرر دی او دوی یې له بېلابېلو اړخونو تاوان ويني. د روسیې هڅې چې د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان سره اړيکو ته هڅوي ددې لپاره چې د منځنۍ اسيا هېوادونه لومړني هېوادونه چې د بې ثباته افغانستان له امله ځورېدلی او اغېزمن کېدلی شي ، او د ایران د هغو اندېښنو چې د افغانستان په لویدیځ کې ناامني خپره شي تاوان یې ايران ته رسېږي، د دواړو هېوادونو تر منځ د یو نوي ځواک جوړېدو سبب شوي دي. ایران او روسیه کولی شي چې د افغانستان سره په سوداګرۍ، انرژۍ، او ټرانسپورټي برخو کې ګډې پروژې پیل کړي او تجارت پراخ کړي. د چابهار بندر، چې د ایران په ملاتړ او د هند په مرسته جوړ شوی، اوس مهال د افغانستان لپاره د کراچي بندر په پرتله ښه او ارزانه لاره ده ، چې روسیه یې هم د خپل ګټې لپاره کارولی شي.
ایران او روسیه دواړه په افغانستان کې د ترهګرۍ او نشه يي توکو د قاچاق په وړاندې اندېښنې لري. د دواړو هېوادونو نږدې کېدل کولی شي د افغانستان په امنیتي وضعیت باندې مستقیم او غیرمستقیم اغېز ولري. ایران او روسیه کولای شي چې د افغان حکومت سره د امنیتي همکارۍ وکړي، چې په سیمه کې د ترهګرو ډلو د نفوذ د مخنیوي لپاره ګټور تمام شي.
افغانستان ته ننګونې او فرصتونه!
خو دا اړيکې او نږدې کېدل له ننګونو هم خالي نه دي د ایران او روسیې نږدې اړیکې د افغانستان لپاره نوي فشارونه رامنځته کولی شي، په ځانګړې توګه د امریکا او لویدیځ سره د افغانستان په اړیکو کې. که چیرې د ایران او روسیې اغېز زیات شي، نو افغانستان به د خپلو نړیوالو شریکانو په انتخاب کې له ستونزو سره مخامخ شي ځکه چې لا له وړاندې نړۍ په څو قطبي ډول د لويديځ او په ختيځ کې د روسيې، چين او هند پر محور په دوو قطبونو ويشل شوې ده. نو د افغانستان لپاره یو حساس وضعیت رامنځته کولی شي. د افغانستان زمامداران باید په هوښیارۍ سره د ایران او روسیې سره خپلې اړیکې مدیریت کړي، ترڅو د دوی له نږدې کېدو څخه په خپل ګټه کار واخلي او د هر ډول احتمالي ننګونو لپاره چمتو وي. په همدې ډول، د نړیوالو اړیکو په یوه نوي جغرافیايي چاپېریال کې، افغانستان باید د خپلواکۍ او ملي ګټو په ساتولو سره متوازنه او فعاله تګلاره پرمخ بوځي.

دا هم ولولئ

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

لوی ټکي: ایران، روسیه، اړېکې، افغانستان،
مخکینې مطلب

د یو کال په ترڅ کې ټوله نړۍ کې ۳۸؛ خو غزه کې ۱۷۵ تنه خبر یالان وژل شوي دي

بل مطلب

ده ها هزار تن صهیونیست در تل ابیب علیه حکومت نتنیاهو مظاهره کردند

ځانګړي مطالب

خبرونه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

د ایران بهرنیو چارو وزیر مسقط ته ورسېد؛ ولسمشر ټرمپ پاکستان ته د امریکایي پلاوي سفر لغوه کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: ټرمپ د جګړې د مدیریت له بحران سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026

وروستي

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com