کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۲ وږی، ۱۴۰۳ل)
م.ی. شهیدزوی
د بې پولې خبر یالانو (RsF) ټولنه، چې مرکز یې په فرانسه کې دی په نړۍ کې خبریالانو څخه د ملاتړ په هدف فعالیت کوي او د هر کال په پای کې د خبر یالانو د مشکلاتو او لاس ته راوړنو اړوند راپور خپروي.
دغه سازمان د تېر میلادي کال د کلني راپور په ترڅ کې ویلي وو، چې په ټوله نړۍ کې په جګړو او هدفي وژنوکې ۳۸ خبریالان وژل شوي دي. دا رقم یې خواشینونکي بللی وو او د مربوطه هېوادونو له حکومتونویې غوښتي وو، چې د خبریالانو ژوند وژغوري؛ خو امریکا/اسرائیلو له کال څخه په لږه موده کې یوازې په غزه کې ۱۷۵ تنه مسلمان خبریالان په شهادت رسولي دي.
خو دې سازمان یوه ورځ حتی اندېښنه هم څرګنده نه کړه.
اوس هم، چې په افغانستان کې د ماتې خوړلیو امریکایانو د اهدافو تعقیبوونکي پاتې خبریالان د اسلام او ژورنالیزم له اصولو د سرغړاوي په جرم، چې د اسلامي امارت د مربوطه ادارو له لوري د پوښتنو لپاره نیول کیږي، نوموړې ټولنه له هرچا مخکې اعتراضونه کوي او د ژورنالیزم د قانون خلاف یې ګڼي.
که څه هم د دې بدنام سازمان مالي تمویلونکي ترډېره اروپایي هېوادونه دي؛ خو دا چې هدف له سیاسي اسلام سره د مقابلې ده، غربي بلاک سره په ځینې مواردوکې له اختلاف سره سره امریکایي اهداف تعقیبوی؛ خو مسلمانان خپل منځ کې لاهم د حنفي او وهابي، آمین بالجهر او رفع الیدین په اختلافاتو بوخت دي.
محمد عبدالفتاح ۱۷۵ فلسطینی خبریال وو، چې تېره ورځ د امریکا/اسرائیلو له خوا غزه کې په شهادت ورسید.


















