حماس: غزه کې یې ۶ صهیونیستي پوځیان وژلي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۶ وږی، ۱۴۰۳ل)

د راپورونو له مخې د غزې تړانګې په لویدیځ کې د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” لېوا ځواکونو سره په خونړیو نښتو کې ۶ صهیونیستي پوځیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.

د حماس اسلامي غورځنګ پوځي سرچینو د مقاومت اړوند “الأقصی” تلویزیوني شبکې ته ویلي، چې ځواکونو یې د غزې تړانګې په لویدیځې غاړې “مغدوشة او الجماسین” سیمو کې صهیونیستي اشغالګرو سره خونړۍ نښتې کړي او درنه مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.

د یادونې وړ ده، چې صهیونیستي ريژیم هم غزه کې د خونړیو جګړو خبر ورکړی؛ خو خپل لوري ته یې د اوښتې مرګ ژوبلې په هکله کره مالومات نه دي ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button