کابل ټکی کام (شنبه، ۱۷ وږی، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې یمني ځواکونو په سره سمندرګي کې د اشغال شوي فلسطين بندرونو ته تلونکې یوه اسرائیلي بیړۍ ويشتلې ده. د یمني ځواکونو ویاند جنرال “یحیی سریع” یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال ویلي، چې یاده بېړۍ د یوه اسرائیلي شرکت اړوند وه او د دوی ځواکونو په بالستیک توغندیو ویشتلې ده. د یحیی سریع په خبره په نښه شوې بیړۍ په بشپړه توګه له منځه تللې ده. د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یوځل بیا ټینګار کړی، ده، چې په سور سمندرګي، عدن خلیج، بحرین سمندر او هندي سمندر کې به یې د اسرائیلي، امریکایي، او برېتانوي بېړيو پر وړاندې عملیات دوام لري.


















