د یمن وسله والو ځواکونو د امریکا MQ9 بې پیلوټه الوتکه ویشتلې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۸ وږی، ۱۴۰۳ل)

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” خبر ورکړی، چې ځواکونو یې د امریکا MQ9 بې پیلوټه الوتکه ویشتلې ده.

نوموړي، چې تېره شپه یې پلازمینې “صنعا” کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل: د امریکا “ایم کیو ۹” بې پیلوټه الوتکه، چې د میلیونونو ډالرو ارزښت لري هغه وخت د دوی د دفاعي ځواکونو لخوا وویشتل شوه، چې د یمن مارب ولایت کې د الوتنې په حال کې وه.

د یادونې وړ ده، چې امریکا تر اوسه د یمني ځواکونو د ادعا په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی؛ خو دا د خپل ډول اتمه الوتکه ده، چې په تېرو لسو میاشتو کې د یمني ځواکونو لخوا ویشتل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button