کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۸ وږی، ۱۴۰۳ل)
د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردغان” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې حماس اسلامي غورځنګ نه یوازې د غزې بلکې د ټولې اسلامي نړۍ دفاع کوي.
نوموړي، چې یوې خبري ناستې ته یې خبرې کولې وویل: حماس نه یوازې د غزې دفاع کوي؛ بلکې د ټولې اسلامي نړۍ د هیوادونو او خاورې دفاع کوي.
ولسمشر اردغان یوځل بیا د حماس اسلامي غورځنګ او نورو فلسطیني مقاومتي ډلو له صهیونیستي ضد دریځ څخه ننګه کړې او ټینګار یې کړی، چې هیواد به یې د یو خپلواک فلسطیني دولت تر جوړېدو پورې د یادو ډلو ملاتړ ته دوام ورکوي.
د یادونې وړ ده، چې ولسمشر اردغان یوځل بیا د صهیونیستي ريژیم پر وړاندې د اسلامي هیوادونو د اتحاد غوښتنه کړې ده.


















