کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۰ وږی، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د یمن وسله والو ځواکونو د امریکا یوه پرمختللې بې پیلوټه الوتکه ویشتلې ده.
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ځواکونو یې د امریکایي اشغالګرو MQ_9 بې پیلوټه الوتکه ویشتلې ده.
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند دغه راز د اردني سرتېري “مهیر الجازي” د هغه برید ستاینه کړې، چې په پایله کې یې وړمه ورځ ۳ تنه صهیونیستي اشغالګر پوځیان وژل شوي وو.
د یادونې وړ ده، چې په تېرو ۷۲ ساعتونو کې دا دویمه او د اقصی توپان د عملیاتو د پیل راهیسې نهمه امریکایي بې پیلوټه الوتکه ده، چې د یمني ځواکونو لخوا ویشتل کېږي.


















