*م.ی. شهید زوی*
بې له شکه د پاکستان حکومت ټول هم او غم د اسلام له سیاسي حاکمیت سره مقابله او په سیمه کې له امریکایي ګټو دفاع ده.
بلخوا د افغانستان اسلامي امارت د سیمې په کچه نه، بلکې نړۍ کې د مؤمنو ملتونو لپاره د هیلو څرک دی، ځکه خو د سیمې او نړۍ په کچه د کفارو او تش په نوم مسلمانانو (منافقینو) له سترو ننګونو سره مخامخ دی.
له دومره پراخو ننګونو سره مقابله او د اسلامي امت هیلوته د رسېدو په هدف دا ضروري ده، چې اول خپل استحکام مضبوط کړای شي، ترڅو د دې استحکام او ټینګښت ګټه ټولو مسلمانانوته ورسېږي.
یادو اوچتو اهدافوته د رسېدو لپاره د پاکستان له حکومت سره د اوس لپاره د اسلامي امارت شخړه، نه په ځاځي میدان کې ګټوره بولم او نه هم زموږ د هېواد په بل ځای کې، ځکه ګټه یې تر ډېره دښمنانوته رسیږي.
یوازې د خلق او پرچم پاتې شوني او نور سیکولرستان بې له شکه دې جګړې ته ډېر خوښیږي او که وس یې وشي بې له شکه دې اورته لمن هم وهي.
له بده مرغه ځینې مجاهدین هم ښایي دې موضوع سره د عدم دور اندېشۍ له مخې احساساتي برخورد ولري؛ خو سیکولرستانوسره یې توپیر د عقیدې په بناءده.