کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۲ وږی، ۱۴۰۳ل)
“العربیه” تلویزیوني شبکې خبر ورکړی، چې د عراق په لویدیځ کې د “عین الاسد” په هوايي اډه چې امریکايي ځواکونه په کې ځای پر ځای دي، د لرې واټن ویشتونکو توغندیو په وسیله بریدونه شوي دي.
د عراق یوې پوځي سرچینې العربیه خبري آژانس ته ویلي، چې وړمه ورځ د عراق په لویدیځ کې د “عین الاسد” هوايي اډه چې امریکایي او نور ایتلافي ځواکونه پکې مېشت دي د توغندیز بریدونه شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د یادو بریدونو مسؤلیت د عراق اسلامي مقاومت سازمان “حشدالشعبي” وسله والې ډالې منلی او ادعا یې کړې، چې امریکایي ځواکونو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.


















