کابل ټکی کام (شنبه، ۲۴ وږی، ۱۴۰۳ل)
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې بيت المقدس مسلمانانو ته سره کرښه ده.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې بیت المقدس د ټولې اسلامي نړۍ لپاره سره کرښه ده او هیڅکله به اجازه ور نه کړي، چې دغه مقدس ځای صهیونیستانو ته ور پریږدي.
نوموړي دغه راز ویلي، چې دوی هر څه زغملی شي؛ خو بیت المقدس او د فلسطین په قضیې سودا نشي کولی.
ولسمشر اردغان یوځل بیا د حماس اسلامي غورځنګ د مبارزې ننګه کړې او دغه راز یې په ټوله اسلامي غږ کړی، چې د فلسطین د قضیې په اړه دې ګډ دریځ خپل کړي.


















