کابل ټکی کام (شنبه، ۲۴ وږی، ۱۴۰۳ل)
د شهيد اسماعيل هنيه زوي عبدالسلام هنيه له القدس العربي شبکې سره مرکه کې ويلي، چې د پلار د غچ اخيستنې موضوع يې د حماس سياسيونو او ايران پورې اړه لري، خو له ټولو غوره غچ اخيستنه همدا ده، چې د فلسطيني وګړو پر وړاندې جګړه ودرول شي او اسرائيلي اشغالګر ځواکونه په بشپړ ډول له غزې ووځي.د حماس غورځنګ شهيد شوي سياسي مشر اسماعيل هنيه تېره مياشت تهران کې وويشتل شو.دې سره جوخت د امريکا د متحدو ايالاتو د ولسمشر جوبايډن مرستيالې او د دغه هېواد راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته نوماندې کاملاهارېس په خپلو تازه څدګندونو کې ويلي، چې غزه کې د اوربند د ټينګښت وخت رارسېدلی او سپينه ماڼۍ هڅه کوي، ژر تر ژره دغه چاره ترسره شي.ورته وخت کې د حماس غورځنګ مسئولين يو ځل بيا له غزې تړانګې د اسرائيلي ځواکونو بشپړ وتل د اوربند مهم شرط اعلان کړي دي.


















