کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۶ وږی، ۱۴۰۳ل)
په داسې حال کې، چې د یمن او اسرائیلو ترمنځ ترینګلتیا مخ پر ډېریدو ده “ګلوبل نیوز” نړیوالې رسنۍ خبر ورکړی، چې د یمن وسله وال ځواکونه د سوریې خاورې ته ننوتلي او د صهیونیستي ريژیم پرضد یې مستقیمه جګړه پیل کړې ده.
ویل کیږي چې د اسرائیلي ځواکونو په خلاف دغه جګړه له تېرو څو ساعتونو راهیسې په شدت روانه ده.
د یادولو وړ ده ،چې یمني ځواکونو هم په یوې خبرپاڼه کې منلې، چې د اسرائیل پرضد یې جګړه پیل کړي؛ خو دایې نه دي ویلي، چې ځواکونه یې د سوریې خاورې ته ننوتلي دي.


















