کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۶ وږی، ۱۴۰۳ل)
په داسې حال کې، چې غزه کې د حماس اسلامي غورځنګ او صهیونیستي ريژیم ترمنځ د روانې جګړې کلیزې ته ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي، حماس اسلامي غورځنګ خبر ورکړی، چې ډېر ژر به د یاد غورځنګ د نوي سیاسي مشر “یحیی سنوار” پیغام خپور شي.
لبنان کې د یاد غورځنګ د پوځي او سیاسي کمېسیون لوړ پوړي غړي “اسامه حمدان” الجزیرې نړیوالې تلویزیوني شبکې ته ویلي، چې غورځنګ به یې د خپل نوي مشر پیغام نشر کړي.
حمدان که څه هم د یاد پیغام په اړه د ډېرو جزییاتو له ورکولو ډډه کړې؛ خو په خبره یې پیغام به هر اړخیز وي.
د یادونې وړ ده، چې یحیی سنوار په صهیونیستي ريژیم د تېر ۲۰۲۳م کال د اکتوبر د ۷ مې نېټې د مرګوني برید اصلي طراح بلل کېږي او د حماس اسلامي غورځنګ د پخواني مشر “اسماعیل هنیه” تر شهادت وروسته د یادې ډلې د سیاسي دفتر مشر ټاکل شوی دی. د کتونکو په باور سنوار د صهیونیستانو پر ضد د جګړې پلوي ګڼل کېږي.


















