کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۹ وږی، ۱۴۰۳ل)
لبنان کې د حزب الله اسلامي مقاومتي غورځنګ حزب الله مشر “سید حسن نصرالله” په یوه تلویزیوني وینا کې ویلي، چې وسله وال به یې د غزې د مظلوم ولس او ویاړمن مقاومت څخه په هر ډول شرایطو کې خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
حسن نصرالله چې د صهیونیستانو د وړمې ورځې سائیبري برید ته په غبرګون کې یې خبرې کولې وویل: موږ د اقصی مبارکو عملیاتو لومړۍ کلیزې ته نږدې شوي، صهیونیستانو غزه کې ماته خوړلې او پر وړاندې به یې د لبنان، یمن او عراق د مقاومتي ډلو بریدونه روان وي.
حسن نصرالله وویل: د صهیونیستي ترهګر او منفور ريژیم څخه به د هیڅ ډول برید څخه په شا نشو او د وړمې ورځې د وحشیانه جنایاتو غچ به ترې واخلو.
د ویلو ده، چې د لبنان د اسلامي مقاومتي غورځنګ حزب الله مشر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې صهیونیستي ريژیم وړمه ورځ د یاد غورځنګ د وسله والو له خوا د پیجر په نامه کاریدونکي مخابراتي وسایلو ته چاودنه ورکړه، چې په پایله کې یې ۲۰ تنه شهیدان او نږدې ۳۰۰۰ نور ټپیان شو، چې د لبنان د روغتیایي چارواکو په خبره د سلګونو ټپیانو حالت د اندېښنې وړ ده.


















