کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۹ وږی، ۱۴۰۳ل)
د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر پخوانی مشر خالد مشعل وايي، دوی له صهیونیستي ريژیم سره د اوربند لپاره هیڅ بېړه نه لري.
نوموړي ویلي، په هیڅ قیمت به د اوربند ترسره کېدو لپاره له خپلو غوښتنو په شاه نه شي.
مشعل زیاته کړې، سره له دې چې دغې جګړې فلسطین زیات ویجاړ کړی؛ خو دا هغه بیه ده، چې دوی یې د ازادۍ لپاره پرې کوي.
نوموړي ویلي، هغه فلسطینیان چې پر حماس نیوکه کوي؛ په اقلیتونو کې راځي.
د یادونې وړ ده، چې په روانه جګړه کې تر اوسه څه د پاسه ۴۱ زره فلسطینیان شهیدان شوي او تر یو لک ډېر نور ټپیان شوي دي.


















