کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳ تله، ۱۴۰۳ل)
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې لبنان کې د اسرائیلي بریدونو له امله د شهیدانو شمېر ۵۰۰ تنو او د ټپیانو ۱۶۴۵ ته رسېدلی ده
. د لبنان د روغتیا وزارت په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د شهیدانو په ډله کې ۳۸ ماشومان او ۵۸ ښځې شاملې دي.
د اسرائیلي حملو په عکس العمل کې حزب الله هم پر اسرائیلو ۲۰۰ راکتونه ویشتلي دي. حزب الله وایي چې په شمالي سیمو کې یې اسرائیلي پوځي ودانۍ او په حیفا ښار کې یې د رافیل نظامي صنعت کمپلکس هدف ګرځولی.
بلخوا، د لبنان او اسرائیلو ترمنځ د زیاتیدونکې کړکیچ له امله، امریکا په منځني ختیځ کې د ۴۰ زره امریکایي سرتېرو په شمېر کې د زیاتوالي پرېکړه کړې ده.
همدارنګه پر لبنان له اسرائیلي بریدونو وروسته مصر بیروت ته د تلونکو او راتلونکو الوتنو لغوه کولو اعلان وکړ.
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ اسرائیلي جنګي الوتکو یوازې په نیم ساعت کې د لبنان په نبطیه ښار ۸۰ هوایي بریدونه وکړل، د اسرائیلو له لوري ادعا شوې چې هدفونه یې د حزب الله ډلې مرکزونه او اشخاص وو.
راپورونه وايي چې د اسرائیلو لخوا ترسره شوي دغه بریدونه د غزې جګړې له پیل وروسته پر لبنان تر ټولو لوی هوایي برید و، چې په یوه وخت کې یې د لبنان په شمالي او جنوبي برخو حمله وکړه.

















