کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳ تله، ۱۴۰۳ل)
د افغانستان اسلامي امارت پر لبنان د صهيونيستي رژيم وروستي وحشيانه بريدونه، چې د ماشومانو او ښځو په ګډون په کې سلګونه بې ګناه وګړي شهيدان شوي، په کلکو ټکو وغندل.
د بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره همدارنګه ويلي .چې په غزه کې د صهيونيستي غاصب رژيم له لوري نسلوژنې ته پر وخت د جدي ځواب نه ورکول د دې لامل شوي، چې رژيم د ټولې سيمې امنيت له ګواښ سره مخ کړي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې نړيواله ټولنه بايد عاجل مسئولانه ګامونه پورته کړي، ترڅو په لبنان او فلسطين او په ځانګړې توګه غزه کې د صهيونيستي رژيم د جنايتونو مخه ونيسي او د ملکي وګړو خونديتوب په کې تضمين شي

















