کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲ تله، ۱۴۰۳ل)
په داسې حال کې، چې د حزب الله اسلامي-مقاومتي غورځنګ او صهیونیستي ريژیم ترمنځ خونړۍ نښتې او پر یو-بل توغندیز او هوایي بریدونه روان دي او نن د لبنان په جنوب او پلازمېنه بېروت د صهیونیستي اشغالګرو په هوایي بریدونو کې ۲۸۰ تنه شهیدان او ۷۰۰ نور ټپیان شوي دي.
تازه راپورونه وایي، چې حزب الله ځواکونو یې په غچ کې د اسرائیلو په پلازمېنه تل ابیب، حیفا او ګڼو نورو ښارونو توغندیز او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي، چې د “المنار” تلویزیوني شبکې د خبر له مخې ګڼ شمېر کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یادونې وړ ده، چې د اسرائیلو ۱۲ خبري آژانس خبر ورکړی، چې د حزب الله د بریدونو له ویرې سلګونه زره کسان پټنځایونو ته لېږدول شوي دي.

















