کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳ تله، ۱۴۰۳ل)
د لبنان د اسلامي مقاومتي غورځنګ حزب الله مشر “حسن نصرالله” په یوې تلویزیوني وینا کې ویلي، چې د غزې د مظلوم ملت او ویاړمن مقاومت څخه د دفاع په لاره کې هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.
نوموړي ویلي: د غزې، لبنان او یمن د مظلومو ولسونو او ویاړمن مقاومت او د بیت المقدس د آزادۍ په لاره کې د صهیونیستي وحشي او غاصب ريژیم سره یوې پرېکنده جګړې ته داخل شوي یو. په دې لاره کې به موږ، زموږ قهرمان ملت او ویاړلي ځواکونه له هېڅ ډول قربانۍ او فداکارۍ څخه په شا نه شي.

















