سپاه پاسداران: پر اسرائیلو مو ۴۰۰ بالستیک توغندي ورتوغولي چې ټول یې په خپلو اهدافو لګېدلي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۰ تله، ۱۴۰۳ل)

د ایران سپاه پاسداران ځواکونه وایي، چې د اسماعیل هنیه، حسن نصرالله او د سپاه پاسداران د وژل شویو قوماندانانو په غچ کې یې د صهیونیستي ريژیم پر پلازمېنې “تل ابیب” ۴۰۰ بالستیک توغندي ویشتلي، چې په خبره یې ټول یې په بریالیتوب سره په خپلو موخو لګیدلي دي.

وایي، زموږ ټول توغندي د اسرائیلو له دفاعي سیستم څخه تېر شوي دي.

سپاه پاسداران وایي، چې په اسرائیلي پلازمېنه کې یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله ور اړولې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button