کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۲ تله، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې جنوبي لبنان کې حزب الله ځواکونو سره په خونړیو نښتو کې څلور اسرائیلي پوځیان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.
د اسرائیلو ۱۲ خبري شبکې خبر ورکړی، چې دغه پوځیان هغه مهال ووژل شول، چې نن سهار وختي زغروال موټر د حزب الله ځواکونو کمین ته برابر شو.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د لبنان په جنوب کې ۱۸ اسرائیلي پوځیان وژل شوي وو.
د کار پوهانو په اند جنوبي لبنان پراخه، شنه او غرنۍ ساحه ده او د ځمکنی جګړې پر مهال پکې حزب الله ځواکونه بر لاسي ښکاري.















