الجزیره: صهیونیستي اشغالګرو د غزې د خان یونس له ختیځه شاتګ کړی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۲ تله، ۱۴۰۳ل)
د الجزیرې نړیوال تلویزیون د خبر له مخې، صهیونیستي ځواکونه د غزې خان یونس ښار ختیځ کې تر ځمکنیو عملیاتو وروسته په شا شوي.
سیمه کې د الجزېرې تلویزیون د خبریال د معلوماتو له مخې، تر دې مهاله سیمه کې له ۳۰ د زیاتو کسانو جسدونه پیدا شوي دي.
دا جسدونه وروسته له هغې موندل کېږي، چې تر دې وړاندې هم اسراییلي ځواکونو په ورته نورو عملیاتو کې په زرګونو بې ګناه وګړي په نښه کړي، چې وروسته یې جسدونه په ډله ییزو فبرونو کې موندل شوي.
د یادونې وړ ده، چې د غزې خان یونس ښار ختیځ څخه اسراییلي ځواکونه وروسته له هغې شاتګ کوي، چې تېره شپه ایران پر اسراییلو پراخ توغندیز بریدونه وکړل.



