کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۴ تله، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې امریکایي او برېتانوي اشغالګرو د یمن په “حدیده” بندر هوایي بریدونه کړي دي.
د یمن دولتي تلویزیون د بریدونو پخلی کړی؛ خو پکې د اوښتې مرګ ژوبلې په هکله یې څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل نه دی، چې امریکایي، اسرائیلي او برېتانوي اشغالګر پر یمن هوایي بریدونه کوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم ورته بریدونه کړي، چې سلګونو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.


















