کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۴ تله، ۱۴۰۳ل)
د الجزیرې نړیوالې تلویزیوني شبکې د خبر له مخې د اشغالي فلسطین په أسدود ښار کې فدایي برید ګڼو صهیونیستانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
اسرائیلي رسنیو هم د برید پخلی کړی او په خبره یې بریدګر له چاقو څخه په ګټې اخیستنې سره یو اسرائیلي افسر وژلی او پنځه تنه نور یې ټپیان کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې حماس اسلامي غورځنګ د برید مسؤلیت منلی او ادعا یې کړې، چې برید کې یې ګڼ صهیونیستي پوځیان وژلي او ټپیان کړي دي. یاد غورځنګ د یوې ویډیو په خپرولو سره د بریدګر نوم “محمد دردونا” ښودلی، ۲۸ کلن او د جبالیا اوسېدونکی و، چې تر برید وروسته د اشغالګرو په ډزو په شهادت رسیدلی ده.


















